نيويارک ټايمز: لښکرګاه کې پنځه امریکايي پوځيان ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۲، پنج شنبه)

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې پر امریکايي پوځي اډه د طالبانو بريدونو کې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نیويارک ټايمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ليکي، د امریکايي ځواکونو پوځي مرکز ته څيرمه لګيدلي توغنديز بريد کې پنځه امریکايي عسکر ټپيان شوي دي.

سرچينې په یاد بريد کې د درېيو ملکيانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.

وړمه ورځ د اکتوبر په ۲۲ نيټه طالبانو په مرکز لښکرګاه کې پر ۵۰۵ بوست زون په نامه د بهرنيو ځواکونو پر هوايي اډې او پوځي مرکز توغنديز بریدونه وکړل چې د عیني شاهدانو په وينا پوځي اډه کې پر مهمو هدفونو لګيدلي دي.

سيمې ته نږدې خلکو له پوځي اډې څخه د توغنديزو لګيدو پر مهال لوګي او دودونه ليدلي دي.

یوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، د طالبانو په بريدونو کې بهرنيانو ته درانه تلفات اوښتي خو له رسنيو پټ ساتل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې هغه مهال ادعا کړې وه چې پر یاده پوځي اډه د طالبانو له خوا پنځه شپيته (۶۵) توغندي ويشتل شوي چې لسګونه بهرنيو او داخلي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي احمدي په وينا، په دغه بریدونو کې د عسکرو د اوسيدو خونې ويجاړې، ګڼ موټر، ټانګونه تخريب ، د تيلو مهماتو او خوراکي توکو ګودامونه له منځه وړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button