ګډ حکومت: دمسکو غونډه کې ګډون نه کوو

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٢ لړم ،١٣٩٨ل)
ټاکل شوې سبا جمعه د (لړم په ۳مه) په مسکو کې د افغانستان د سولې په هکله د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د حکومتونو استازي په یوه مشورتي ناسته کې ګډون وکړي.
د ګډ حکومت یوې سرچینې ويلي، چې د دوی استازي به په دې ګډه مشورتې ناسته کې برخه وانخلي. دغې سرچینې رسنيو ته ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هیوادونو خپلمنځي مشورتې ناستې دي او د دوی له اړخه په کې څوک برخه نه اخلي.
د دې ناستې په هکله لا ډیر جزئیات رسنیو سره نه دي شریک شوي؛ خو ټاکل شوې په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم برخه واخلي. نوموړي د روانې میاشتې په شلمه نيټه د سولې ماموریت بېرته پیل کړی دی.
هغه د بیلجیم په پلازمينه بروسل کې د ناټو د عمومي منشي (ینس سټولټنبرګ) او د اروپايي ټولنې له استازو سره په جلا جلا غونډو کې د افغانستان د سولې په موضوع خبرې کړي دي.
د ناټو عمومي منشي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ناټو د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیالیدو ملاتړ کوي.
د مسکو غونډه داسې مهال ترسره کيږی، چې چین د راتلونکې اونۍ په سه شنبه او چهارشنبه د دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډې د جوړیدلو تابیا نیولې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه غونډه کې به ګډون کوونکي یوازې خپل دريځ او نظر څرګندوي.
طالبانو ویلي: چين ورته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه وکړي او په پام کې لري، چې ددوی د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی به په غونډه کې ګډون وکړي. خو ګډ حکومت وايي تردې مهاله یې د چین بین الافغاني غونډه کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.
د ګډ حکومت له لوري د مسکو غونډه کې د نه ګډون پرېکړه او د چين بين الافغاني غونډه کې د ګډون په هکله دوه زړيتوب، د سیاسي شننونکو هغه ادعا ثابتوي، چې ګډ حکومت د افغان سولې له پاره قوي اراده او ژمنتيا نه لري.



