راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
افغان جګړه! هاغه چې اتلس کلنه او دامریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، یواځې امریکا نۀ، بلکه ددوی متحدین یې هم سر بداله کړي، او نه پوهیږي چې څنګه روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.
امریکایي ولس یواځې دانۀ چې د روانې جګړې له برلاسۍ نا امیده شوی، بلکه دومره متزلزل او وارخطا دی چې د یادې جګړې پای ته رسؤنکی به خپل تاریخي اتل ونوموي!
دطالبانو او امریکایانو لس میاشتني مذاکراتي بهیر هم موږ ته ډېر څه راوښودل، موږ به فکر کاوه چې جګړه بین الافغاني ده؛ خو برعکس! کله چې داخلي او خارجي مرکچیان دجګړې په اختتام جرګه سول؛ موږ پوه شو چې ددې خاورې مدافعین او دښمنان څوک دي؟
بهرحال! مذاکرات تر حده اوږده سول، پرېکړې ته لنډه موده پاتې وه چې دافغاني سیاسي ځواک (طالبان)لخوا دغرب سیاسي طاقت په تیښته شو.
خو آیا دا تیښته به روان بحران حل کړي؟ نا هیڅکله نۀ.
د روان بحران پایته رسول یوځل بیا خبرې غواړي، تېدلی جهت(امریکا)به بیا راځي او په ټیټ مورال به خبرې پیلوي.
درې ورځې وړاندې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوځل بیا خپل سفر پیل کړ، خلیلزاد بروکسل ته ولاړ، اوهلته یې دناټو غړو هېوادونو او اروپایي ټولنې له ځینو غړو سره خبرې وکړې.
دناټو غړو هېوادونو هم دسولې خبرو پر بیا پیل تاکید وکړ، اروپایي ټولنه او ځینې امریکا مېشت لوړ پوړي حکومتي چارواکي هم د په ټپې ولاړې پروسې بیا پیل غواړي.
یوشمېر سرچینې وایي، دامریکایي سیاسیونو ترمنځ طالبانو سره د یو توافق په رامنځنته کولو اختلاف دی.
ځینې سیاسیون له افغانستانه دخپلو قواوو چټک وتل غواړي، طالبانو سره پر توافق مخالفت څرګندوي، او دا دوی ته دمشروعیت په معنی بولی.
یو ډله نور بیا دیو لاسلیک پلوي کوي او دا لاسلیک دامریکا شرمېدلي شکست ته یو پټونکی پوښ بولي، تر څو نړیوالو ته وښیي چې افغانستان یې امن کړ.
له دې ټولو متزلزلو دریځونو موږ دوه لارې معلومولی شو.
یاخو به بې سیاسته او بې دریځه ټرمپ له خوب وروسته دسوریې په څېر په قاطع ډول خپل ځواکونه وباسي، او یا به خپل مذاکراتي ټیم ته امر وکړي چې تر توافق رسېدلي مذاکرات نهایي او لاسلیک کړي! چې دواړه دافغانانو په ګټه دي.


















