کابل ټکى کام (شنبه ، ۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
تیره ورځ مسکو دڅلور اړخیزې ناستې کوربه و، د یادې غونډې ګډونوالو پر واشنګټن باندي ږغ وکړ چي طالبانو سره دې خبرې بېرته شروع کړي.
دې غونډه کې د روسیې، چین، امریکا، او پاکستان استازو پر دې موافقه وکړه چي د افغان قضیې لپاره سیاسي مذاکرات او ډیالوګ یوازنۍ حللاره ده.
ددې غونډې ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې امریکا او طالبان باید ژر تر ژره د سولې خبرې بیا ځل پیل کړي.
دې څلور اړخیزې غونډې په خپله وروستۍ اعلامیه کي پر واشنګټن غږ کړی چې طالبانو سره دې تر خبرو وروسته یوه موافقه هم لاسلیک کړي.
بلخوا، د بېجینګ بین الافغاني خبري یو څه ځنډېدلي دي؛ خو فکر کیږي چې ډېر به و نه ځنډېږي. که څه هم، د کابل حکومت پخوا ویلي وو چي د بېجینګ په خبرو کي به ګدون و نه کړي.
خو اشرف غني د جمعې په ورځ وویل چي هغه به خپل استازي د بېجینګ مجلس ته ور واستوي، دا لا معلومه نده چي اشرف غني ولي یو دم خپل موقف بدل کړ.


















