ټاکنو کمیسیون؛ دلومړنیو پایلو داعلان نېټه مشخصه کړه

کابل ټکى کام (یکشنبه ، ۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
دټاکنو کمیسیون له شدیدو اختلافاتو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان نېټه مشخصه کړه.
د دې کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان کړي.
هغې زیاته کړې، دوی دا پرېکړه د چا د فشار له امله نه، بلکې د ټاکنو پایلو کې د روڼوالي پر بنسټ کړې ده.
نورستانۍ زیاته کړې، روڼتیا تر سرعت مهمه ده او دوی له دې امله چې شفافیت د سرعت قرباني نه شي د ټاکنو پایلې یې ځنډولې دي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د یاد کمیسیون د مهالوېش پر بنسټ ټاکل شوې وه چې وروستۍ پایلې یې د روانې لړم میاشتې په ۱۶مه نېته اعلان شي.
خو اوس د ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د لړم میاشتې ۲۳مه نېټه ټاکلې او د وروستیو پایلو د اعلان په اړه یې هیڅ معلومات نه دي ورکړي.
اوس هم څوک پوره باور نلري چې لومړنۍ پایلې دې په ټاکلې نېټه اعلان شي، ځکه چې یوې خوا د خورا زیات تقلب راپورونه ورکول شوي او بلې خوا نوماندان تر سولې د موقت حکومت غوښتنه کوي.



