روسيه: امریکا د سوریي تېلو ته غله ده

کابل ټکى کام (يکشنبه ، ٥ لړم ، ١٣٩٨ل)

روسیې د امريکا هغې ادعا ته، چې ګواکې د داعش د وسلوالو له منګولو د سوریي نفت لرونکې سيمې ساتي، د شک په سترګه کتلي. د روسیي د دفاع وزارت په يوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د امریکایي پوځيانو له لورې په پراخه پيمانه د تیلو غلا روانه ده.

په مسکو کې د دفاع دوزارت يو چګپوړي جنرال “کوناشنکوو” ویلي دي چې د امريکايانو له خوا د تیلو د ايستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، تيل ويستل کېږي او له سوريې څخه د باندې لیږدول کیږي. د هغه په وینا د دوی له لوري د سټلایټ په وسیله اخیستل شوي انځورونه: ښکاره کوي، چې امريکايي پوځيان د سوریې دولتي خزانې، تيل او نورو مواد قاچاق کوي.

د روسیي د دفاع وزارت د امريکا هغه ادعا رده کړه چې امريکايان د داعش د وسلوالې ډلې څخه د د تيلو د سرچينو ساتنه کوي.

روسيې يوځل بيا ټنګار کړى چې امريکايي ځواکونه دې په بشپړ ډول له سوريې څخه ووځي او د تيلو د څاګانو کنترول دې د سوريې دولت ته وسپاري.
د روسیي د دفاع وزارت وايي چې امریکا د بین المللي قوانینو له مخې هيڅ حق نلري چې په سوريه کې پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button