پنټاګون: پر ابوبکر بغدادي د عملیاتو پر مهال دوه تنه نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۷، سه شنبه)

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پرضد د عملياتو پر مهال امریکايي پوځيانو دوه تنه نيولي دي.

تر اوسه د نيول شويو کسانو د هويت، نيول کيدو او په داعش کې د هغوی د دندې په اړه ډير معلومات نه دي ورکړل شوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ اعلان وکړ چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

ټرمپ ويلي و چې نوموړی د عملياتو پر مهال یو تونل ته ننوت او په ځان پورې چاوديدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړه.

امريکا تر اوسه د ابوبکر بغدادي د وژنې عملياتو انځورونه، ويډیو یا د هغه جسد نه دی ښکاره کړی وايي، چې دوی ته د ډي آن ای ټسټ څخه معلومه کړې چې نوموړی البغدادي دی.

مارک ميلي وايي، د بغدادي ټول پاتې شوني له منځه وړل شوي او داسې څه پلان نشته چې د هغه د مړينې انځورونه دي خپاره کړل شي.

امريکا د سيمې له ګاونډیو هيوادونو هم مننه کړې چې په دې اړه يې ورسره همکاري کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button