(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۷، سه شنبه)
د کندهار د ښار جوړولو رياست رئيس انجينر حنيف وايي، په دغه ولايت کې د ځورواکو له خوا زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې چې ډيره برخه يې په ښار او پاتې په ولسواليو کې ده.
د ښاغلي حنيف په خبره، ټولټال ۶۷ زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې چې زياته برخه يې غريبو خلکو او لږه اندازه ځورواکو غصب کړې ده.
نوموړی زياتوي، د کندهار د اتو ولسواليو له جملې څخه ۱۸۳۸ په ډنډ، ۶۶۰ په دامان، ۱۰۰۰ په ارغستان، ۲۹۰ په بولدک، ۷۲۷ په تخته پل، ۵۳۲ په پنجوايي، ۴۱ په ارغنداب او ۱۰۰۰ جريبه په ژيړۍ او ميوند ولسواليو کې غصب شوې ده.
خو د کندهار ښار اوسيدونکي وايي، چې ډيری دغه ځمکې د ځورواکو او چارواکو له خوا غصب شوي او وروسته يې په غريبو خلکو پلورلي دي.
د محب الله په نوم د کندهار ښار یو اوسيدونکی وايي، چې د ښار په مربوطاتو کې ځورواکو او چارواکو هديرې او نورې دولتي ځمکې چې ځانونو ته يې پکې مارکيتونه، کورونه او دوکانونه جوړ کړي دي.
د کندهار والي حيات الله حيات هم مني چې په دغه ولايت کې اووه شپيته زره جريبه ځمکه ځورواکو او چارواکو غصب کړې چې د لويو او کوچنيو پروژو لپاره يې مشکلات پيدا کړي دي.
یوازې کندهار نه دی چې د چارواکو او ځورواکو له خوا پکې د دولت ځمکو د غصب راپورونه ورکول کيږي بلکې د هيواد په بيلابيلو بيلو ولايتونو او په ځانګړي ډول په کابل کې هم زرګونه جريبه دولتي ځمکې غصب شوي چې مسؤولینو يې پر وړاندې تر اوسه جدي اقدامات نه دي ترسره کړي.


















