(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۷، سه شنبه)
د بلخ ولايت په بيلابيلو ولسواليو لس پوليسو خپلې وسلې پر ځمکه ايشي او طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، دغه لس تنه عسکر د چمتال، زارغ، کشنده، شولګره او نهر شاهي ولسواليو کې (د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول).
نوموړی زياتوي، د طالبانو د جلب و جذب د مسؤولينو له خوا يې هرکلی شوی او خپل عادي ژوند ته سوق کړل شول.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټر د تسلیميدونکو عسکرو انځورونه او شهرت هم خپور کړی دی.
په وروستيو کې طالبانو سره د تسليمېدونکو عسکرو، پوليسو او نظامي منسوبينو لړۍ چټکه شوې چې هغوی يې د خپلو رسمي ادرسونو له لارې شهرت او انځورونه خپروي.
طالبان د دولتي منسوبينو، پوليسو، عسکرو او چارواکو لپاره د دعوت و ارشاد او جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسیون لري چې حکومتي منسوبين دندو پريښودلو ته هڅوي او د هغوی د تسليمۍ چارۍ پرمخ وړي.


















