(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۷، سه شنبه)
د افغانستان او سيمې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغان سولې په تړاو خبرې کړي دي.
د عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خليلزاد ته يې په افغان سوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او له ښکيلو غاړو يې د تاوتریخوالي د کمولو او په سوله کې د عملي ګامونو اخيستو غوښتنه کړې.
عمران خان ويلي، د هغو خلکو مخه بايد ونیول شي چې په خپلو نظرياتو د سولې د شوي پرمختګ د کمزوري کولو هڅې کوي.
خليلزاد تر دې مخکې په کابل کې له افغان چارواکو او سياستوالو سره هم د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې او نوموړي پرون په دغه لړۍ کې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ولاړ.
وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو مذاکرات لغوه اعلان شول، دا پاکستان- افغانستان او سيمې ته د خليلزاد نوی سفر دی چې شنونکي يې طالبانو سره د مذاکراتو د بيا پيل هڅې بولي.


















