ټرمپ د”ابوبکر البغدادي” د وژلو په عملیاتو کې برخه اخيستونکى سپی ستايلى

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧لړم ، ١٣٩٨ل)

د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل ټویټر په يو خپاره کړي بيان کې هغه پوځي سپى ستایلى چې په سوريه کې يې د”اسلامي دولت” داعش دوسلوالې ډلې د مشر “ابوبکر البغدادي” د وژلو په عملیاتو کې برخه اخيستې وه.

ټرمپ په خپل ټوېټر د دغه سپي یو عکس خپور کړى; خو د دغه سپي نوم يې نه ده څرګند کړى.
ولسمشر ټرمپ لیکلي: “موږ د دغه تکړه سپي د عکس د ښودلو فیصله کړې، دغه سپي د داعش ډلې د مشر “ابوبکر البغدادي” په نیولو او وژلو کې لوى رول ولوباوه”.

د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني په خپل يو بيان کې ويلي چې دغه سپى د عملیاتو په وخت ډېر لوى او زړه ور کار کړی.
يادې قومندانى ویلي چې دغه سپى په عملیاتو کې ژوبل شوی هم ده; خو تمه ده چې ژربه جوړ شي او خپلو پلټونکو کارونو ته به دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button