کابل ټکى کام (سه شنبه ، ٧ لړم ، ١٣٩٨ل)
په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام “ف” ډلې ځايي مشر مفتي سلطان محمد تيره ورځ د ناڅرګندو کسانو په بريد کې ژوبل شوی و او د نن يې دپيښور په يو روغتون کې سا ورکړه.
د جمعيت علما اسلام دمذهبي ګوند د باجوړ يو مشر عمران ماهر رسنيو ته ويلي، چې نوموړي پرون د کور نه بهر ناڅرګندو کسانو ډزې کړې وې.
د ځايي چارواکو په خبره مفتي سلطان محمد د درملنې لپاره پرون د پېښور پوځي روغتون ته وړل شوی و او هلته يې نن ژوند له لاسه ورکړی دی.
عمران ماهر وايي د مفتي سلطان محمد د چا سره شخصي دښمني نه وه او د جمعيت علماءاسلام مذهبي ډلې دباجوړ ځايي مشر وو په تېرو ټاکنو کې کانديد هم ؤ.
عمران ماهر وايي چې مفتي سلطان محمد د جمعيت علماء اسلام ګوند د ازادۍ مارچ د ناکامولو دپاره وژل شوی دی خو دعمران په وينا د دوی حوصلې لوړې دي او ازادي مارچ ته به ځي.
په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند ځايي مشر په داسې حال کې وژل کيږي چې یاد ګوند د پاکستان دواکمن ګوند تحریک انصاف په خلاف دازادۍ مارچ په نوم ستر لاريون پيل کړی دی.
ازادۍ مارچ پيل د يکشنبي په ورځ د مولانا فضل الرحمن په مشري له کراچۍ ښاره پيل شو او د سيند د صوبې له لارې نه به په ۳۱ اکتوبر اسلام اباد ته رسيږي.


















