کابل: نامعلومو وسله والو پر سیاسي شناند حسن حقیار برید کړی دی

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
څو شېبې وړاندې د کابل په زړه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري دسولې فعال او سیاسي شناند قاضي محمد حسن حقیار په نښه شو.
دکابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،”شېبه مخکې د سياسي چارو په مبصر حسن حقيار صيب باندې د اريانا تلوېزون مخته ډزې شوي او ټپي دی.”
تر اوسه لاهم دحقیار روغتیایي وضعیت په اړه کره معلومات په لاس کې نشته چې د نوموړي ټپونه ژور که سرسېرن دي.
حسن حقیار په تلویزوني مرکو کې دسولې په مدافع او اشغال ضد څېره مشهور وو، نوموړي به هر وخت دټولو ناخوالو اصلي لامل داشغال موجودیت او دبې کفایتې ادارې حاکمیت ګاڼه.
حقیار داسې مهال په نښه شو چې څو ورځې وړاندې کابل کې دسولې پر یوبل فعال او سیاسي څېړونکي نظرمحمد مطمئن د ناکام برید هڅه شوې وه.
کابل مېشتو سوله غوښتونکو ځوانانو په مطمئن له برید وروسته داجرایه رئیس په شمول لوړ پوړو حکومتي چارواکو ته دخپل ژوند او دوی ته د ورپیښو خطراتو په اړه شکایت وکړ، خو لاهم میاشت نه ده پوره چې دبرید هدف وګرځېدل.



