طالبان: لوګر کې يې يو امریکایي عسکر وژلی

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)
طالبانو ادعا کړې، چې په لوګر ولایت کې یې د يو بريد په ترڅ کې امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله یې اړولې ده.
طالبانو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ” د الفتح بريمنو عملیاتو په لړ کې نن مجاهدينو د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې په امریکایي اشغالګرو برید کړی، چې په پایله کې يې یو امریکایي اشغالګر عسکر ځای پر ځای وژل شوی او يو شمېر نور ژوبل شوي دي”
د یادنې وړ ده، چې په افغانستان کې مېشتو امریکایي عسکرو تراوسه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښوولی.



