اردوغان: امريکا د منځني ختيځ پر تيلو د ولکې لپاره داعش رامنځ ته کړی

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ترکې اولسمشر رجب طیب اردوغان په امريکا او لودیزو هيوادونو نيوکه وکړه چې همدوی داعش ډله جوړه، حمایه او اکمال کړه چې له امله يې اوس ټوله نړۍ کړيږي.
ښاغلي اردوغان دا خبرې په خپله اونیزه وینا کې کولې، نوموړي دغه راز امریکا او لویدیزه نړۍ د کردي ملیشو پر جوړولو هم تورن کړل.
اردوغان زياته کړه، چې امريکا د سوریې ختیځ کې د تیلو د ذخیرو په خپل واک راوستلو لپاره پراخې کیندنې پیل کړي دي او هڅه کوي د داعش ځپلو په پلمه په دې خوندي ذخيرو ولکه راولي.
اردوغان زياتوي: “امریکایان یواځې د وسلو په تجارت ښه پوهیږي. چیرته چې د تيلو څرک ولګوي،پوځي بريد پرې کوي، ځکه چې دوی ته یو څاڅکی پطرول د انسان له وینو ډېر ارزښت لري”
نوموړي په ډاګه کړه چې امريکا او نورې لوديزې نړۍ په ګډه د ترکیې د تجزيې او په دغه هیواد کې د کرد یاغیانو د انقلاب لپاره له ډېره وخته پانګونه کړې وه، خو ترکیې له هوښیارۍ کار واخیست او په وخت یې د کرد ملیشو او لویدیزو هیوادونو دا پلان شنډ کړ.



