پاکستان: اورګاډي کې اورلګيدنې له کبله نهه تنه مړه شوي؛ لسګونه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۹، پنج شنبه)

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پنجاب صوبه کې په یوه اورګاډي کې د اورلګيدو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پيښه د پنجاب په رحيم يار خان سيمه کې رامنځته شوې چې له کبله يې د اورګاډي درې واګونونو کې اورلګيدنه رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکو تر دې دمه په ياده پيښه کې د نهه کسانو د مړه کيدو او لسګونو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د ريلوی وزير شیخ رشيد احمد وايي، اورلګيدنه د ګيس ډبو د چاودنو له امله رامنځته شوې چې په درېيم، څلورم او پنځم واګون کې يې خلکو ته تلفات اړولي دي.

ويل کيږي په يادو واګونونو کې د رايونډ اجتماع ته تلونکي کسان سپاره و.

مربوطه مطالب

Back to top button