د ۲۰۲۰م کال شل اوريزو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ ترسره شوې

کابل ټکى کام (پنجشنبه ، ٩ لړم ، ١٣٩٨ل)
په پام کې ده چې د (۲۰۲۰م) کال د اکتوبر مياشتې په ۱۸ مه نيټه د کریکټ شل اوریزو نړيوال جام سیالۍ په اسټراليا هيواد کې پيل او د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.
د دې سيالیو په نړیواله درجه بندي کې وار له مخه اتو لوبډلو نړیوال جام ته لار موندلې وه، چې افغانستان هم په کې شامل دي.
د سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې چې په نهم او لسم مقام ځای لري په مستقیم ډول جام ته لار نه ده موندلې، دوی به په نړیوال جام کې لوبېدو لپاره د غوراوي سیاليو څلور ګټونکو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي.
د دې نړیوال جام د غوراوي سيالۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه پېل شوې، چې پایله کې یې: پي ان جي، ایرلینډ، هالنډ، سکاټلینډ، عمان او نمیبیا نړیوال جام ته لار وموندله.
دغه لوبډلې به په دوه ګروپونو کې د ياد جام په لومړي پړاو کې سيالۍ ترسره کړي، چې د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به د نړیوال جام دویم پړاو ته لار مومي.
د يادونې وړ ده چې د دې جام دویم پړاو کې به ۱۲ لوبډلې د نړیوال جام اصلي لوبډلې وي، او ډېر احتمال لري چې په درې ګروپونو وویشل شي، د یوبل په وړاندې ولوبيږي.



