کابل ټکی کام ۰۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر اخوند وفات شو، د طالبانو د نوي مشرتابه باندې ځینو طالب چارواکو انتقادونه وکړل، او د ده سره یې اختلاف وښودو، چې له هغې جملې څخه یو هم ملا محمد حسن رحماني وو چې د ملا اختر محمد منصور اخوند مشري یې نه منله.
ملا محمد حسن رحماني د اختلاف نه د لاس په سر کېدو نن ماښام د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې له ملا اختر محمد منصور اخوند سره خپل بیعت اعلان کړ.
رحماني غواړي، لکه څرنګه یې چې پخوا د ملا اختر محمد منصور مخالفت د رسنیو له لارې ښکاره کړی وو، همدا شان به د رسنیو له لارې د خپل بیعت اظهار هم وکړي.
نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي، د طالبانو د رهبري شوراء غړی او د افغانستان د جنوبي زون رئیس تنطیمه پاتې شوی دی.
د ملا محمد حسن رحماني له لورې په امضاء شوي لیک کې ویل شوي دي چې تل د یوه سوچه اسلامي نظام په راوستنه کې یې د ارمان کولو تر څنګ تر خپله وسه پورې زیار ایستی.
د لیک په آخر کې یې ویلي دي چې د دې ارمان د پوره کېدو لپاره له خپل امیر «امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور» سره په ټولو شرعي امورو کې مکمل اطاعت او د ده سره د زړه له کومې بیعت کوم.
د یادولو ده، ملا اختر محمد منصور یوه نرم خویه او اخلاقي انسان دی چې د ښې رويې له کبله ورسره زیاتره مخالفین بيعت کوي.


















