نیویارک ټایمز: ټرمپ او امریکایي عسکر دافغان جګړې په پایته رسولو کې همنظره دي

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

نیویارک ټایمز وایي، امریکا کې د عامه افکارو پرله پسې سروې ښيي چي هغو امریکايي عسکرو چي په افغانستان او عراق کې جنګونه کړي دي، لدې جنګونو سره مخالف دي.

پدې امریکايي عسکرو کي جنرالان، ډګروالان، او عادي عسکر شامل دي، او غواړي ژر تر ژره روانې جګړې پایته ورسوي.

هغوی وايي، د افغانستان او عراق جنګونه اشتباه ده، دواړه جنګونه د امریکایانو د حیات او پيسو تلفول دي چې باید ختمې شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، همدا وجه ده چي اکثره امریکايي عسکر د جمهورریس ټرمپ سره پر دې خبري باندي همنظره دي چي امریکايي عسکر باید لدې جنګونو څخه راوایستل سي.

نیویارک ټایمز لیکي، ۶۴ ٪ متقاعد عسکر عقیده لري چې د افغانستان او عراق جګړې په جنګ کولو نه ارزي،‌ او په عین حال کي ۶۲ ٪ ملکي امریکایان وايي چي دا جنګونه د جنګ کولو ارزښت نه لري.

ځوان متقاعد عسکر، ښاغلی پیټر، وایي،«موږ باید د قتل او قتال له بزنس څخه راووځو، لس کاله پخوا، ‌موږ اسامه بن لادن ووژاه، خو اوس هم موږ هورې یو.»

یو محافظه کار متقاعد عسکر وايي، موږ د خپل وطن د دفاع لپاره په اردو کي شامل شوو، موږ د نجونو د مکتبونو د جوړولو لپاره په فوج کي نه وو شامل سوي.

نیویارک ټایمز علاوه کوي، په متقاعدو عسکرو کي د خودکشۍ کچه جګه ده، اکثره ځوان امریکايي عسکر چي لدې جنګونو څخه راستانه سوي دي، د رواني او روحیاتي ناروغیو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي. بلخوا، په امریکا کي متقاعد عسکر د بې کوره امریکایانو ۱۱ ٪ تشکیلوي.

ښاغلی ډېنیل په عراق کي جنګېدلی دی، هغه اوس د جنګ مخالف دی او وايي په عراق کې د امریکایانو ژوند او پیسې تباه سوي، او دې جنګ د عراقیانو سړکان، پلونه، او اقتصاد ور برباد کړ.

۳۷ کلنه اغلې امبر سمیت په عراق او افغانستان کي جنګېدلې ده، هغه د افغانستان د جنګ په باب وايي،«دوې لسیزي کېږي چي موږ هلته جنګېږو، هلته زموږ په زرهاوو عسکر وژل سوي دي، او په میلیارډو ډالره مو مصرف کړي دي. خو اوس موږ پدې وپوهېدو چي د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري.»

اغلې امبر سیمت وايي د امریکا په کانګرس کي ډېر کم داسي کسان سته چي په جنګونو کي يې برخه اخیستې وي. نو لهذا کله چي ټرمپ پدې جنګونو کي د عسکرو د راکمولو خبري وکړي، هغوی مخالفت شروع کړي،‌ خو له بده مرغه د هغوی د مخالفت قربانیان امریکايي عسکر دي.

مربوطه مطالب

Back to top button