کابل: د ارغندي د برېښنا سب سټيشن کار تکميل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۲، دوشنبه)
د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤولين د کابل په ارغندي کې د یوه لوی سب سټيشن د جوړولو خبر ورکوي چې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، د ارغندي د سب سټيشن پر جوړيدو ۱۲۶ ميليونه ډالره لګښت راغلی چې ټول مصارف يې د اسيا پراختيايي بانګ له لوري ورکول شوي دي.
د توحيدي په وينا، د دغه سب سټيشن جوړيدو سره به د کابل د برېښنا ستونزه هواره او د لوګر، پکتيا، خوست، غزني او ميدان وردګو ولايتوو د برېښنا په کميت او کيفيت کې زياتوالی راشي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د برېښنا دغه سب سټيشن د دوو کالونو په موده کې جوړ او ګټنې اخيستنې ته وسپارل شو چې د زياتې بريښنا د جذب وړتيا لري.



