ولسمشرۍ ټاکنې: درملوک شرکت یوازې یو ميليون او ۸۴۳ زره رايې باوري ګڼلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸لړم ۱۲، دوشنبه)

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، چې د درملوک شرکت له خوا ورته د بايوميټریک باوري رايو معلومات رسيدلي چې له مخې يې یوازې یو ميليون او ۸۴۳ زره رايې باوري ګڼل شوي دي.

د دغه کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، یو ميليون او ۹۲۹ زره ۳۳۳ کسانو بايو ميټریک رايې کارولي چې په وينا يې له دغې جملې څخه یوازې یو ميليون او څه باندې ۸۴۳ رايې د اعتبار وړ دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي، چې درملوک شرکت ۸۶ زره رايې ناباوره شميرلي چې تر اوسه يې د برخلیک په اړه څه نه دي ويل شوي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پايلې د ميزان په اووه ويشتمه اعلان شوې وای خو په انتخاباتو کې د درغليو، ټاکنو کمېسيون کې اختلافات، او بايوميټريک سستم کې تخنیکي ستونزې د دې لامل شوې چې یاد کمېسيون د لومړنیو پايلو د اعلان نيټه د لړم مياشتې درويشتمې نيټې ته وځنډوي.

تر دې مخکې د ولسشمرۍ ټاکنو نهه تنو نوماندانو ويلي چې په ټاکنو کې درغلۍ، د خلکو کمرنګه ګډون او دا چې ټاکنو کمېسيون د حاکم ټیم په طرف کار کوي نو ځکه ورته د ټاکنو پایلې د منلو نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button