امریکا; د “هالووین” په لمانځغونډه وسلوال برید شوی

کابل ټکى کام (يکشنبه ، ١٢ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا په “کالیفورونیا” ولايت کې د پوهنتون د زده کوونکو له خوا په جوړه شوې “هالووین” لمانځغونډه د وسله وال برید له امله ۴ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو مشر د پيښه منلى او ویلي يې دي چې په بريد کې ۴ تنه مړه او ګن شمیر نور مرګوني ټپيان دي.
د پولیسو د مشر په وينا چې د پیښې په اړه لا هم ډير معلومات په لاس کې نه لرو.
پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي او د برید په اړه يي څيړنې پیل کړي دي.
سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې ياده پيښه د پوهنتون د زده کوونکو له خوا د “هالووین” دلمانځغونډي لپاره په يو کرايه شوي کور کې رامنځته شوې ده .



