د ارګ او اجرایه ریاست ترمنځ دسولې جنجالي طرحه د ولسي جرګې غړو سره شریکه شوې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۲ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرایه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله ترمنځ دسولې جنجالي طرحه دارګ له لوري د ولسي جرګې غړو سره شریکه شوې ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د ولسي جرګې له اداري هیت، پارلماني ګروپونو او د کمیسیونونو له مشرانو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د درېګونو قواوو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار شوی دی او له ولسي جرګې غوښتل شوي چې د قانون په چوکاټ کې د چارواکو پر کړنو خپل نظارت ته ادامه ورکړي.

حکومت مشر اشرف غني د سولې د طرحې په اړه هم د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې دي او ددوی نظرونه یې اخیستي دي.

حکومت مشر ویلي، سوله د افغانانو لومړیتوب دی خو په خبره یې، هغه سوله چې د افغانستان په ګټه وي او لاس ته راوړنې خوندي کړي.

د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» تېره ورځ ویلي وو، چې د حکومت له لوري اعلان شوې اووه ماده ییزه طرحه تر ډېره د هیلو او غوښتنو یو لست دی، چې د حکومت دننه هیڅ بحث ورباندې نه دی شوی.

د عبدالله عبدالله یادو څرګندونو ته په ځواب کې دارګ ویاند صدیق صدیقي سپکاوی کړی او ویلي یې دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله سیاسي لیدلوری خوار دی، او د دې مسئلې درک نشي کولی.

مربوطه مطالب

Back to top button