فېسبوک ادارې اوس کوم نوی نوښت په خپل اپلیکشن کې راوستی!

فېسبوک د جوړیدو وروسته په دغه اپلیکشن کې زیات بدلونونه راوستي دي خو هغه څه يې چې اوس یې کړي د پام وړ دي، پخوا به مو هغه څه په فیسبوک کتل چې زموږ ملګرو او هغه پاڼو چې موږ تعقیب کړي وې راتلل، خو اوس فېسبوک به نوی نوښت کې د فیسبوک مطالب په څو برخو ویشلي چې هره برخه مو خوښه وي هماغه برخه کې لوستلائ او کتلائ شئ.
څو ورځې وړاندې د فېسبوک ادارې په امریکا کې د څو ټاکل شویو کاروونکیو پر فېسبوک د دې نوښت ازمويښت کړی او دا تجربه یې بریالۍ ثابته شوې ده.
دوی د فېسبوک منځپانګه په څلورو برخو یانې عمومي، موضوعاتي، متفرقه او کورنۍ برخو وېشلې ده چې په هره برخه کې اړوند خبرونه راځي.
دوی دا کار د دې لپاره کړی چې هر کاروونکی په ځانګړي ځای کې په ډېرې اساني خبرونه تر لاسه کړي او دا کار اوس یوازې په امریکا کې ازمايل شوی، خو تمه ده چې نورې نړۍ ته هم سر راوباسي.



