ذبیح الله مجاهد: پر بګرام هوايي ډګر بريد بهرنيانو ته مالي او ځاني تلفات اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز توغنديز برید شوی چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.
هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته څېرمه لګېدلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد تيره شپه طالبانو ترسره کړی زياتوي تیره شپه د بګرام پر هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني اومالي تلفات اوښتي”.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد کړی دی.
طالبان ډير کله د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز بريدونه کوي چې بهرنيانو ته پکې تلفات اوړي خو هغوی دغه تلفات نه رسنيز کوي.



