کابل ټکی کام (سه شنبه ۰۶ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
افغان سیاسي کارپوه رازمحمد دلیلي له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، چې باید د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره ژر تر ژره ګامونه پورته شي.
نوموړی زیاتوي چې په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره باید دواړه خواوې طالبان او دولت لاس په کار شي ترڅو افغان ولس د ارام ساه واخلي.
هغه وايي چې د سولې روانې هلې ځلې هیله راوړونکي دي، دواړو خواوو ته پکار ده چې سمدلاسه د سولې میز ته کیني، او دواړه غاړې باید نور ملي ګټې نظر انداز نکړي.
دلیلي زیاتوي هغه خلک چې د سولې په خبرو کې ځنډ راولي د افغانستان د ولس دښمنان دي او نه غواړي چې سوله رامنځ ته شي. داسې کارونه د سولې لپاره رامنځ ته شوی هوډ له منځه وړي او د هېوادوالو په زخمونو د مالګې دوړول کوي.
دی وايي، «خبرې اترې او ناستې دښمني ورو ورو کموي او رامنځ ته شوی اعتماد او باور د سولې سبب ګرځي.»


















