(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۵، چهارشنبه)
د ګډ حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله یو ځل بيا د ولسشمر غني د سولې طرحه رد او هغه يې له واقعيت ليرې بللې ده.
ډاکټر عبدالله د فرانسې خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د اشرف غني اووه ماده ييزه طرحه هيڅ کوم لوري جدي نه ده نيولې، دا یوازې د هيلو یو ليست دی نه يې د افغانستان اولس جدي نيسي او نه بل څوک.
عبدالله تر دې مخکې هم ويلي و چې د اشرف غني د سولې طرحه له واقعيت ليرې او هيڅ عملي جمبه به ونه لري.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د سولې لپاره یوه طرحه اعلان کړه چې په وينا يې په دغه طرحه کې بايد لومړی طالبان یو مياشتنی اوربند وکړي.
له بله پلوه د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي د یادې طرحې په تړاو د عبدالله څرګندونې کمزوری سياسي قضاوت بللی په وينا يې د يادې طرحې پايلو ته د رسيدو لپاره به عملي ګامونه پورته کړای شي.
که څه هم طالبانو په دې اړه لا رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو وياند يې ذبیح الله مجاهد له شمشاد تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي و چې دوی ته د غني یاده طرحه دومره اهميت هم نه لري چې غبرګون ورته وښيي.