کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم ، ١٣٩٨ل)
امریکایي سناتور راند پال وایي، افغان جګړه نظامي حل نه لري؛ له دغه هېواد دې امریکايي سرتېري و ایستل شي.
راند پال له سي بي ایس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ټول امریکايي جنرالان په دې باور دي چې افغان جګړه له نظامي لارو د پای ته رسېدو نه ده، نو له دې امله په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور ته هم اړتیا نشته ده.
د ده په خبره امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره حکومتي ځواکونه تجهیز کړي، د سیاسي مذاکراتو لړۍ پراخه کړي او په دغه هېواد کې له ديپلوماتیکو لارو روانه جګړه پای ته ورسوي.
راند پال زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه د کلونو لپاره په افغانستان کې وو، خو هلته جګړه پای ته و نه رسېده نو دا ثابته شوې ده چې د سرتېرو په زیاتولو دلته روانه جګړه پای ته نه شي رسېدلی، بلکې سیاسي حل یې یوازینۍ لار ده.
نوموړی داسې مهال د روانې جګړې یواځینی حل سیاسي ډیالوګ بولي چې دامریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا دسیمې یوشمېر هېوادونو ته په سفر وتلی. خلیلزاد ویلي، چې هدف یې د افغان جګړې پایته رسول دي.


















