راپورتاژ: عقاب افغان الحنفي
وروسته له هغه چې د پاني پت فلم بشپړېدا او نشر په اړه راپورونه ورکړل شول، یو شمېر افغانانو له دې ویرې چې هسې نه دمعاصرافغانستان بنسټ ایښودونکي احمدشاه بابا سپکاوی شوی وي؛ پراخ غبرګونونه وښودل.
بالیووډ د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۵مه د یوه پوسټر له لارې اعلان وکړ چې، «پاني پت: یو ستر خیانت» نومې تاریخي فلم باندې کار کوي چې دغه فلم به ۲۰۱۹ کې نندارې ته وړاندې شي.
د پاني پت په نوم دغه فلم د پاني پت دریمې تاریخي جگړې باندې جوړ شوی او د احمد شاه ابدالي رول د هندوستان د سینما مشهور ستوري سنجې دت له لوري لوبول شوی دی.
پدغه فلم کې سنجې دت د احمد شاه ابدالي او ارجن کپور د مرهټیانو مشر سداشیو راو باوو رول لوبولی او اشیتوش گواریکر له لوري ډارېکټ شوی.
سنجې دت د نومبر په ۱۵مه خپل رسمي ټوېټر پاڼې کې د دغه فلم وروستي پوسټر په خپرولو سره له خپلو مینهوالو سره د فلم د وړاندې کېدو کره نېټه شریکه کړه او له هغې وروسته یې د دغه فلم د اصلي او مهمو کردارونو چې احمد شاه بابا هم په کې شامل دی، تصویرونه خپاره کړل.
د سنجې دت له لورې دغو خپرو شویو تصویرونو ته افغانانو ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرگون وښودل او اندېښنه يې وښوده چې کېدای شي دغه فلم کې د احمد شاه بابا شخصیت اړوند منفي نظر وړاندې شوی وي.
له دې وړاندې ۲۰۱۸ کې سنجې لیلا بنسالي د پدماوت په نوم تاریخي فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې دغه فلم کې رنویر سېنگ د علاوالدین خلجي رول لوبولی و او نوموړی يې یو عیاش، ظالم او وحشي انسان معرفي کړی و.
له همدې امله افغانانو دا ځل هم اندېښنه ښودلې چې کېدای شي احمد شاه بابا هم د دغه فلم له لارې کتونکو ته ظالم او یرغلگر معرفي شي چې د افغانانو د پراخ غبرگون پایله کې ډیلي کې د افغانستان د قونسلگرۍ مسؤلینو خبر ورکړ چې دغه فلم اړوند يې سنجې دت سره اړیکه نیولې، او هغه ورته ډاډ ورکړی چې فلم کې د اندېښنې وړ هېڅ کومه خبره نشته.
پدغه فلم کې د افغان فلم یو ممثل ببرک اکبري هم شته، چې د فلم اصلي کردار سنجې دت د مرستیال رول يي لوبولی او ادعا کوي چې فلم کې واقعیتونه سم انځور شوي. نوموړی همداراز وايي چې د ځینو صحنو په ثبتولو کې له نوموړي سره هم مشوره شوې او وړاندیزونه يې منل شوي.
نوموړی په دې اړه وايي: «فلم کې زموږ د کلتور او فرهنگ خلاف هېڅ هم نه دي ښودل شوي. دغه فلم کې تاریخي پېښې هم څرنگه چې دي هماغسې انځور شوي او د احمد شاه بابا اړوند هېڅ ډول منفي نظر نه دی وړاندې شوی.»
تېره ورځ د هندوستان په وخت د غرمې ۱۲ بجې د «پاني پت: یو ستر خیانت» لنډه سوداگریزه وېډیو- ټریلر خپره شوه چې په کې د دغه فلم ځینې صحنې ښودل شوي.
دغه لنډ ټرېلر کې ښودل شوې چې جنگ د ابدالي او مرهټیانو امپراطورۍ ترمنځ د یوې بلې ډلې په لمسون پیلېږي.
که څه هم دغه لنډه وېډیو کې د احمد شاه بابا رول او مرهټیانو اړوند لنډ معلومات ورکړل شوي، خو ترڅو چې بشپړ فلم نندارې ته وړاندې نشي د دې اټکل چې احمد شاه بابا اړوند څه ډول نظر وړاندې شوی ستونزمن وي.
ډېری غبرګونونه د لوستو، په دین او وطن مینو ځوانانو ښودلي. دوی داحمدشاه بابا کړې قهرماني ستایلې، او د ویاړ په ډول یې ویلي: هغه وختونه لرې نه دي چې د اوسنۍ ناټو پر وړاندې جنګېدونکي اشخاص، او د دوی اتلولۍ په ویاړمن ډول تاریخ عکاسي کړي.
د یادونې ده، دغه فلم د ډسمبر په شپږمه هندوستان او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
















