د بشري حقونو کمېسيون: دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې ۸ قضيې مستندې شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۶، پنجشنبه)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، یوازې د تيرو درې مياشتو په موده کې يې په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې ۸ قضيې مستندې کړي دي.
د دغه کمېسيون کمېشنره شبنم صالحي وايي، دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونو قضيو ته د رسيدګۍ لپاره د جمهوري رياست سکرتريت خپل کار بشپړ کړی دی.
د آغلې صالحي په وينا، په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورنې قضيې مستندې شوي او راتلونکې دوشنبه به يې راپور لويې څارنوالۍ ته واستول شي.
هغه وايي، درې قضيې د بشري حقونو کمېسيون څيړلي چې د جنسي ځورونو ځينې عاملي یا له دندو ګوښه شوي او يا هم بل ځای ته بدل شوي دي.
تير کال د ولسشمر غني سلاکار جنرال حبيب الله احمدزي ويلي و چې په ارګ او دولتي ادارو کې ښځې جنسي ځورول کيږي چې دې کار له ځان سره په پراخه کچه غبرګونونه راولاړ کړي و.


