میک: خصوصي ښوونځيو کې ستونزې او پر ځينو يې د پوهنې وزارت کنترول نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۶، پنجشنبه)

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کميټه يا “مک” وايي، چې افغانستان کې په خصوصي ښوونځيو کې ستونزې دي او د پوهنې وزارت پر ځينو ښوونځیو کنترول نه لري.

د دغه ادارې مشر میوند روحاني وايي، ځينو خصوصي ښوونځيو کې نصاب انګليسي ته اړول شوی، د یو شمير ښوونځيو فيسونه لوړ دي، ځينې نور بيا یو د بل تر منځ فاصله نه لري او دغه راز د پوهنې وزارت هم پر یو شمير ښوونځيو کنترول نه لري.

په عين حال کې د پوهنې وزارت هم يادې ستونزې تاييدوي خو زياتوي په افغانستان کې د خصوصي ښوونځيو د زياتوالي له کبله نه دي توانيدلي چې پر هغوی کنترول ترلاسه، نظارت او رسيدګي ورته وکړای شي.

د شنونکو په باور په پوهنې وزارت کې د فساد او بې غوريو له کبله د افغانستان په خصوصي ښوونځيو کې دغه حالت رامنځته شوی چې د پوهنې پر بهير ناوړه اغېز کولای شي.

د ميک ادارې په ۲۰۱۷م کال کې هم په پوهنې وزارت کې د فساد او بې غوريو موندنې له رسنيو سره شريکې کړې وې.

دا مهال په افغانستان کې زرګونه خصوصي ښوونځي فعاليت کوي چې ډير شمير يې د پوهنې وزارت سره نه دي رجستر شوي، چې کم شمير يې ښه ښوونيز چاپيريال لري او ډير شمير يې په ټولو معيارونو نه دي برابر.

مربوطه مطالب

Back to top button