بورکينا فاسو: د کاناډاي کمپنۍ پر کارکوونکو برید کې ۳۷ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۶، پنجشنبه) 

د بوکينا فاسو چارواکي وايي، چې هيواد کې يې د کانونو پر يوې کاناډايي کمپنۍ بريد شوی چې له امله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غه بريد پرون د چهارشنبې په ورځ هغه مهال شوی چې د (سيمفو) کمپنۍ پنځه بسونو کې کارکوونکي روان و.

د چارواکو په وينا، لومړی د پوځي بدرګې پر ګاډي چاودنه شوې او وروسته وسله وال برید پيل شو چې به ترڅ کې يې ۳۷ د يادې کمپنۍ کارمندان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه بریدونو مسؤوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

خو په بورکينا فاسو بهرني او په ځانګړي توګه فرانسوي ځواکونه ميشت دي چې پر وړاندې يې وخت ناوخت  د بورکينافاسو او مالي هيوادونو د اسلامپالو ډلو د بریدونو هدف ګرځي.

تيره مياشت هم د دغه هیواد په شمال کې د سرزو پر یوه کان برید کې شل تنه وژل شوي و چې وروسته بيا د هیواد په پلازمينه اوګدايوګو کې زرګونه خلکو د بهرنيو ځواکونو پرضد مظاهرې وکړې او د هغوی د شتون پر خلاف يې شعارونه ورکول.

مربوطه مطالب

Back to top button