(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۶، پنجشنبه)
د جرمني حکومت له خپل هيواده د ۳۷ افغان پناه غوښتونکو د ايستلو راپور ورکړی چې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي دي.
د کابل د هوايي ډګر چارواکو هم منلې چې نن سهار له جرمني څخه د پنا غوښتونکو یوه الوتکه ښکته شوې ده چې افغانان يې کابل ته را انتقال کړي دي.
تر دې مخکې جرمني حکومت له خپل هيواده کابل ته په ۲۸ پروازونو کې ۷۲۰ افغان پناه غوښتونکي ايستلي دي.
په کابل کې د مهاجرو د ملاتړ غير دولتي ادارې مشر عبدالغفور وايي، چې هيواد کې اقتصادي او امنیتي وضعيت تر پخوا لا زيات خراب شوی او افغانان بايد په غير مسؤولانه دول اخراج نه شي.
جرمني او نورو اروپايي هيوادونو ته افغانان په قاچاقي او سختو لارو تګ کوي چې لارو کې له سختو کړاوونو او مرګونو سره مخ کيږي او تر اوسه پکې زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور لادرکه دي.
په هيواد کې نا سمه حکومتداري، اقتصادي ستونزې، بېکاري او نا امني هغه څه دي چې ډيری ځوانان اروپايي هيوادونو ته د مزدورۍ په تکل پر دغه سختو لارو تګ ته زړه ښه کوي.

















