د ټوېټر دوه کارکونکي سعودي ته په جاسوسۍ تورن شوي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم ، ١٣٩٨ل)

راپورونه وایي، د ټولنیزې رسنۍ ټوېټر دوه کارکوونکي چې یو یې د امریکا او بل یې د سعودي عربستان تبعه دی، د سعودي حکومتي چارواکو ته په جاسوسۍ تورن شوي دي.

دوی همدا راز له ایف بي ای سره د غلطو معلوماتو د شریکولو له امله هم مجرم ګڼل شوي دي.

د راپورونو له مخې دوی د سعودي عربستان له حکومت سره د هغو کسانو معلومات شریکول چې د آل سعود کورنۍ پر ضد یې څرګندونې کولې.

له دې ډلې د علی الزباره په نوم یوه کس د نږدې شپږ زره کاروونکو معلومات د سعودي عربستان له حکومت سره شریک کړي دي.

د ټوېټر کمپنۍ وایي، دوی دې ته متوجه دي چې د ډېرو کاروونکو ژوند یې له خطر سره مخ دی او په هېڅ صورت چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د کاروونکو شخصي معلومات یې له نورو سره شریک کړي.

دوی دواړو تر اوسه دخپرو شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ددې قضیې لا وضاحت به وخت وغواړي.

مربوطه مطالب

Back to top button