کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
یوشمېرامریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې په افغانستان کې میشت ۱۵۰ تنه سمندري ځواکونه د خپل پوځي ماموریت تر بشپړیدو وروسته له دغه هیواده وتلي دي.
د «ان بي سي کنټیکټ» په نامه یوې امریکایي رسنۍ خبر ورکړی، دغه ټولی عسکر تر اووه میاشتني پوځي ماموریت وروسته افغانستان پریښی او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
سرچینې نه دي ویلی چې دا عسکر د افغانستان له کومې سیمې وتلي او دا چې دا عسکر په یومخیزه توګه تللي، که به یې پر ځای نور عساکر زیات شي.
د امریکایی ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر تیره میاشت په ډاګه کړه چې تیر کال یې په مخفیانه توګه تر ۲ زرو ډیر امریکایي عسکر له افغانستان څخه ایستلي دي.
دوی ویلي وو، افغانستان کې پاتې امریکایي ځواکونه د دولتي سرتېرو روزنې لپاره بسنه کوي نو ځکه به د دوی پر ځای یاد هېواد ته نور سرتېري ونه لېږي.


















