کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
وېسټ انډيز کرېکټ لوبډلې نن په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه او له دې سره یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.
افغانستان وتوانېد چې په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۷ وېکټو ۲۴۹ منډې وکړي.
وېسټ انډیز خپل ټاکل شوی په ۴۹ م اوور کې په ۵ وېکټو ترلاسه کړ او په دې توګه یې د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په درې/صفر وګټله.
افغانستان نن په خپله لوبډله کې ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ ته فرصت ورکړ چې خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
خو نوموړی ښه ونه ځلېد او یواځې په دوه منډو وسوځېده.
په ځواب کې د وېسټ انډیز پیل ښه نه و او په دریمه اوور کې مجیب ځدراڼ دوه وېکټې واخیستلې. هغه مهال داسې ښکارېده چې افغان لوبډله په لوبه کې برلاسې ده.
خو د وېسټ انډیز اوپنر هوپ تر پایله پر وېکټه پاتې شو او ۱۰۹ منډو سره یې د ویسټ انډیز پاتې پانۍ سمبال کړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.


















