د اسرائيلو بريدونوکې لس فلسطينيان وژل شوي؛ ۳۰ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)

د اسرائیلي اشغالګرو جنګي الوتکو په فلسطیني سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له کبله يې څلويښت فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريدونه وروسته له هغې وشول چې پرون اسرائيلو د فلسطين غزې تړانګې په سويل کې کې د القدس د لواء د مشر کور په نښه کړ او په ځوابي برید کې يې فلسطيني جهادي ډلو پر اسرائيلو توغنديز بريدونه وکړل.

اسرائيلي سرچينې وايي، چې پرون او نن د چهارشنبې په سهار د سل په شاوخوا کې د فلسطين له خوا توغنديز بریدونه شوي چې ډیری يې په دفاعي سستم خنثی شوي.

تر اوسه د فلسطينانو په توغنديزو بریدونو کې اسرائيلي لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

خو ځينو عربي رسنيو د فلسطيني روغتيايي مسؤولینو له قوله خبر ورکړی چې د اسرائيلي جنګي الوتکو په هوايي بریدونو کې لس فلسطينيان وژل شوي او د ۳۰ په شاوخوا کې نور ټپيان دي.

د اناتوليا خبري اژانس ليکي، دوه بريدونه د غزې ښار په سويل کې شوي چې مرګ زوبله يې اړولې ده.

په عین حال کې اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره له ښکيلو غاړو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

پرون په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ ويلي و چې په بمي چاودنه کې يې يو پوځي قوماندان بها ابوالعطاء وژل شوی.

خو اسرائيلو د نوموړي د وژل کيدو مسؤوليت منلی و او په وينا يې نوموړی يې د هوايي برید هدف ګرځولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button