سکروټې/ الياس فاتح

سکروټې

زخــم زخــم دې  ښکـلا  شوله  اريـوبه

څـړيکه څـړيکه هره خـوا شوله اريـوبه

رنګينـۍ د شنـو  درو  لمبه لمبه شوې

د بـاروت  بـاروت  فضـا  شوله اريـوبه

د وطن د مـور لمـن په وينو سره شـوه

هر  کالـه  کې  ويـر غوغا شوله اريـوبه

د  کتـار  کتـار  شهيــدو  جنــازو  تـه

پـه  سلګيـو  شپـه  سبــا  شوله اريوبـه

د بچيانو،ميندو غوښې وينې باد شوې

که  شفـق  شفـق  دنيـا  شوله  اريـوبه

په دې تـوره  تاريکـۍ د استبـداد کـې

مـړه د هيلــې دې  ځـلا  شوله اريـوبه

دغه وينې به د امـن سرې  غوټـۍ شي

رب  ته  هيلــه  په  دعـا  شوله اريـوبه

په ژړا  به  د زبېښاک  نــړۍ نـړېـږي

پـه  خنــدا  مـې تـمـنا  شوله  اريـوبه

د فـاتح  د رګـو وينـې شوې سکـروټې

د ستا  غچ د خدای رضا  شوله اريـوبه

يادونه: د اريوب ځاځيو ۲۰ ملکي شهيدانو په ياد، چې په يوه اوونۍ کې

د خارجي يرغلګرو پرلپسې درو هوايي بريدونو کې په شهادت ورسېدل

مربوطه مطالب

Back to top button