ماليې وزارت: د ۱۳۹۹ ل کال بوديجه د کابینې په غونډه کې ومنل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)

د حکومت کابینې د سې شنبې په ورځ ( لړم ۲۱ مه) غونډه کې، د افغانستان د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه، چې ۴۲۸ میلیارده افغانیو ته رسیږي تائید کړه، ټاکل شوې چې د شنبې تر ورځې د يادې بودیجې مسوده ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شي.

د ماليې وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند شمروز خان مسجدي د چهارشنبې په ورځ ( لړم ۲۲مه) خبریالانو ته وویل، چې د نوي مالي کال بودیجه کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ يې عادي بودیجه او پاتې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده.

د مسجدي په خبره:”د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه پرون د کابینې په غونډه کې تائید شوه، ځینې هدایات یې ورکړي دي، د ماليې وزارت ته ځینې سپارښتنې شوي دي.”

د يادونې وړ ده جې د افغانستان ۱۳۹۸ ل کال بوديجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه، چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نوره پراختیایي بودیجه وه.

د جرګو له لوري له بحثونو او تصویب وروسته به د دغې بودیجې مصرف په عملي ډول پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button