هند کې حکومتي مامورینو ولې هلمیټ پر سر کړي؟!

د موټر سایکل چلونکي ددې لپاره هلمیټ پر سر کوي چې کله د کومې حادثې سره مخ شي نو سر یې وژغورل شي خو که په دفتر کې پر سر کړي نو د اکثرو خلکو ته حیرانونکی کار ښکاري.
په هند کې حکومتي مامورین ځکه هلمیټ پر سر کوي تر څو د کمزوري بام څخه غورځیدونکی ټوټې يې پر سر ونه غورځيږي او ژوبل نه شي، دغه مامورین چې کوم دفتر کې کار کوي د دفتر چت یا بام يې ډیر کمزورې ده او د غورځيدو امکان شته، نو د هر ډول حادثې نه د ژغورلو په پار دغه کارونکي هلمیټ پر سر کوي نو ځکه دغه دفتر مامورینو د ډیرو خلکو توجه ځان ته اړولې ده.
هندي رسنیو راپورنه وايي، چې د دغه تعمیر بام کې سوري له ورایه ښکاري او ډیر نازک ده، ددغه دفتر کارکونکي وايي، دغه دفتر هندي حکومت په خطرناکو تعمیرونو په لیست کې نېولی خو حکومت تر اوسه ددې د بیا رغولو لپاره هیڅ کوم اقدام نه ده کړي، دوئ زیاتوي موږ پوهیږو چې د بام ځینې برخې کله ناکله راغورځي ددغو وړو ټوټو څخه د بچ کیدو لپاره زموږ مامورین هلميټ پر سر کوي.
دیادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه ده چې هند کې مامورین هلميټ پر سر کوي له دې نه پخوا په ۲۰۱۷ کې هم د یو بل دفتر بام ډیر خراب شوي وه چې مامورینو به هلمیټ بر سر کول.



