متقاعد جنرال جک کین: ټرمپ له ټولو ممکنه لارو د افغان جګړې پایته رسؤل غواړي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۲ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امريکا متقاعد جنرال او فاکس خبري اژانس کې د ستراتيژيکو چارو کارپوه جنرال جک کين وايي، ولسمشر ټرمپ له ټولو ممکنه لارو چارو هڅه کوي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، د انس حقاني په شمول د یوشمېر لوړ پوړو طالب بنديانو خوشې کول د سولې لپاره يوه مقدماتي عملي هڅه کيدای شي.
جنرال جک کين د انس حقاني، د هغه د ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري د ورور حافظ عبدالرشيد خوشې کول سولې لپاره د زمينې برابرولو ښه موقع بللې او وايي، چې له دې سره به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې بيرته پيل شي.
د جنرال کين په وينا انس حقاني تر خلاصون وروسته په پوځي چارو کې برخه نه شي اخيستی او يوازې د طالبانو د سياسي دفتر په غړيتوب د سولې په برخه کې فعاليت کولی شي.
جنرال جک کين خوشبيني ښودلې، چې د امريکا او طالبانو د مذاکراتو له نهايي کېدو وروسته به د طالبانو او افغان لوري ترمنځ هم خبرې پيل شي.
ولسمشر غني او دهېواد مشهورو رسنیو تېره ورځ د یادو بندیانو او امریکایي پوهنتون استادانو له خلاصون او تبادلې خبر ورکړ؛ خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې بندیانو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.



