د امریکا له لوري په ایران لګول شوي بندیزونه د یو کال لپاره نور هم تمدید شول

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۲ لړم ، ١٣٩٨ل)

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د یو فرمان له لارې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه یو کال نور هم غځولي دي.

سپینې ماڼۍ نن د همدې فرمان متن خپور کړی دی چې پکې راغلي، امریکا به تر هغو پورې پر ایران اقتصادي کړۍ ازاده نکړي څو پورې چې یاد هېواد په سیمه کې له ترهګریزو کړنو او د وسله والو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی.

په فرمان کې دغه راز راغلي، د امریکا اړیکې له ایران سره تر اوسه عادي شوې نه دي او پر دې هېواد به د امریکا بندیزونه تر راتلونکي یو کال پورې دوام وکړي.

دا بندیزونه وروسته تر هغه نوي کېږي چې ایران وایي، د امریکا بندیزونو سره د مقابلې لپاره تیاری لري او دوی به هیڅکله د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نشي.

د امریکا او ایران ترمنځ دا کړکیچونه هغه مهال راوپارېدل چې ایران له اټومي تړون څخه په سر غړاوي تورن شو، خو ایران دا هرڅه دیوې حربې په نوم ونومول اوپه خبره یې چې هیڅکله به ورته تسلیم نشي.

مربوطه مطالب

Back to top button