پاکستان: پړانګ يو اویا کلن سړی خوړلی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)
دغه پېښه د خيبر پښتونخوا د بټګرام غرنۍ سيمه “ملنګ خان ډهېرۍ” کې تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.
د اويا کلن “سلطان محمد” ميرمنې رسنيو ته ويلي چې خاوند يې نيمه شپه د تهجد د لمونځ له پاره پورته شوی و، له کوره دباندې د لمونځ په تیاري بوخت و چې په دغه وخت کې یې د پړانګ غږ واورېد.
د”سلطان محمد” د میرمنې په خبره کله چې هغې د پړانګ غږ واورېد؛ نو له کوره دباندې ووته، ویې ليدل چې خاوند يې مړ شوی او په ځمکه پروت و.
د هغې په خبره چې ددې په چيغو يې ګاونډيان راخبرشول او د پېښې ځای ته راغلل، کله يې چې د”سلطان محمد” مخ وکوت؛ نو پړانګ ترې غوښې خوړلې وې.



