د امريکا له سفير سره ترناستې وروسته د ټاکنو کميسيون د رایو بیا شمېرنه وځنډوله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)

د امريکا له سفير سره ترناستې وروسته د ټاکنو کمېسيون د رایو بیا شمېرنه وځنډوله

د ټاکنو کمیسیون وایي: ديو شمیر کانديدانو د مخالفت له وجې یې د رایو  بیا شمېرنه ځونډولې ده.
ټاکل شوې وه چې ياد کمیسیون به د ۸ زرو محلونو رایې بیا شمېريي؛ خو د دغه کمیسیون ویاند “عزیز ابراهیمي” له رسنيو سره په خبرو کې ویلي چې د سیاسي بهیرونو او کانديدانو له شکایاتونو وروسته یې د رايو د بیا شمېرلو پروسه د ټول هيواد په کچه ځنډولې ده.
سپوږمۍ رادیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په کابل کې د “یوناما” مشر او د امریکا سفیر “جان بس” د کمیسیون له غړو سره تر پټې ليدنې وروسته پرېکړه کړې، چې په ټول هیواد کې د بیا شمېرنې بهير ودرول شي.
ياده دې وي چې د “ډاکټر عبدالله” په شمول پنځه تنه کانديدان د رایو د بيا شمیرنې سره سخت مخالف وو او په ۱۵ ولایتونو کې یې د ټاکنو سیمیز دفترونه تړلي وو؛ خو د “اشرف غني” په مشري دولت جوړونکي ټیم چې پراخې درغلۍ کې ښکیل بلل کېږي، د رایو د بيا شمېرلو کلک ملاتړ کاوه او ټینګار یې کاوه چې د ټاکنو لومړنۍ نتيجې باید په خپل وخت اعلان شي.

مربوطه مطالب

Back to top button