ورځپاڼه: امریکا دې د جګړې ختمولو لپاره د ځواکونو ايستلو مهالويش اعلان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۳، پنجشنبه)
د نشنل انټرسټ په نوم امریکايي ورځپاڼه وايي، د امریکا د اوږدې جګړې ختمولو یوازينۍ لاره له افغانستانه د ځواکونو ايستل دي.
د نشنل انټرسټ په مطلب کې راغلي، امریکايي ځواکونه بايد له افغانستانه ووځي او پر ځای دې يې د افغان ځواکونو ملاتړ او له دغه هیواد سره دې همکارۍ زياتې شي.
سرچينه زياتوي، د امریکايي ځواکونو وتل د جګړې ختمولو او بیا ځلې مذاکراتو په پيل کې هم ګټور ثابتيدلای شي.
نشنل انټرسټ ليکي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړو د لا اوږدیدو او د سولې د ځنډيدو لامل ګرځي.
په وروستيو کې له نيمايي زيات امریکايي وګړي او سياستوال په افغانستان کې د جګړې د لا اوږيدا سره مخالفت څرګندوني او د خپلو ځواکونو ايستل غواړي.



