ایران: ترافیکي پېښه کې ۲۸ افغانان مړه شوي، ۲۶ نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۳، پنجشنبه)

د راپورونو له مخې، په ايران کې د موټرو د ټکر پېښه کې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، پېښه نن د پنجشنبه د سيستان بلوچستان په مرکز سراوان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ايران د زاهدان ښار روغتيايي مسؤولین وايي، په پېښه کې ۲۸ تنه مسافر چې ټول افغانان دي مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.

د پيښې ټپيان د امام خمیني روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.

نوموړی زياتوي، د موټرو دغه ټکر دومره خطرناک و چې په دواړو موټرو کې ځای پر ځای ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

چارواکي وايي، په غير قانوني توګه د سيستان بلوچستان پر لارو افغانان دغه هيواد ته داخليږي چې وخت ناوخت د موټرو د تيز رفتار څخه د ورته ډول حادثو سره مخ کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button