انجنیر عمیر ویاړ
تېره ورځ په تلویزیون د مرکې پر مهال د منګل ژړا موږ ته د عبرت او پند درس راکوي.
يعنې کوم کسان چې د مجازي مينې او عشق قرباني شي، هغوی به حتماً يوه ورځ د منګل له انجام سره مخ کېږي.
هر انسان چې د خپل ژوند (د ځوانۍ) ارزښتناکې شېبې د اللهﷻ په نافرمانۍ، ګناهونو او ډمتوب کي تېر کړي، د بوډاتوب په وخت کې به له سختې پښېمانۍ، رسوایۍ او مصيبتونو سره لاس او ګرېوان شي.
علماء کرام فرمايي:
کومه ځواني چې د اللهﷻ په اطاعت او فرمانبردارۍ کې تېرېږي، الله تعالی دغه انسان ته د بوډاتوب په وخت کې د ځوانۍ په شان د عبادت أجر ورکوي، او د بوډاتوب له مصيبتونو، حسرتونو او بدې خاتمې څخه يې ساتي.
نن سبا اکثریت ځوانان په ورته مجازي مینو اخته دي، اللهﷻ دې زمونږ د ځوانانو په حال رحم وکړي! خو ځوانان هم باید له دې وروسته په خپل ژوند او اعمالو باندې تجدید نظر وکړي او د خدای او رسول لارښونې زده او عملي کړي کنه نو له منګل د بدتر انجام ته دې منتظر وي.
نو مجازي مينه چې تر ټولو زيات رول پکې شيطان ابليس لوبوي، انجام يا پای يې يا ژړا، واويلا، په بدو عملونو اخته کېدل او يا هم ځانوژنه وي.
که هغه څوک چې ځانوژنه يې کړې وي، وګورو نو دې پايلې ته به ورسېږو چې حتماً يا په مجازي مينه کې ناکام شوی دی، له دې امله يې خودکشي يا ځانوژنه کړې او يا هم د زياتې بدعملۍ له امله نور تنګ راغلی دی، نوځکه يې نور ځان وژلی دی.


















