(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۶، يکشنبه)
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، چې نن يکشنبه د څه باندې اته زره محلونو د جنجالي رايو بيا شميرنه له سره پيلوي.
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو معترضو نوماندانو سره تر دوه ورځنيو بحثونو وروسته موافقې ته رسيدلي یو څو د ۸۲۰۰ محلونو رايې له سره پيل کړو.
تر دې مخکې د لړم مياشتې په اتلسمه نيټه د ټاکنو کمېسيون د څه باندې ۸۰۰۰ محلونو د رايو بيا شميرنه پيل کړه خو د ثبات او همپالنې ټيم تر څنګ د ځينو انتخاباتي ټيمونو له خوا ورسره بايکاټ اعلان شو او خپل ناظرين يې د رايو بهير څارنې لپاره ور ونه ليږل او د ځينو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز دفترونه يې وتړل.
د ثبات او همپالنې ټيم ادعا کوي چې کمېسيون کې ستونزې دي او د یوه حاکم ټيم لپاره کار کوي غواړي چې تقلبي او غير بايومټريک رايې هم وشميري.
که څه هم د ټاکنو کمېسیون بيا هم د لومړنيو پايلو د اعلان دقيقاً نيټه بيا هم نه ده ښودلې خو د دغه کمېسیون مرستيال او کمېشنر عصمت الله وايي، چې د دغه بهير د ژر پاي ته رسیدو وروسته به کمېسيون د لومړنيو پایلو اعلان ته چمتو شي.
نږدې دوه مياشتې د ولسمشرۍ ټاکنو پوره کيدونکي دي چې د ټاکنو کمېسيون له خوا درې ځلې د لومړنيو پايلو د اعلان نيټه ټاکل شوې خو په رايو کې د درغليو، تخنيکي ستونزو او کمېسیون کې د اختلافاتو له کبله لا هم د لومړنيو پايلو اعلان ځنډيدلی دی.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو نهه تنو نوماندانو ويلي و چې ټاکنو کې د درغليو، دخلکو د کمرنګه ګډون، تخنیکي ستونزو او تقلب له امله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي.


















