ننګرهار: ترافیکي پېښه کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مړ شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۶، يکشنبه)

د راپورونو له مخې، د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس سميع الله نصرت په يوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار وختي د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د سرخکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل پر ياده پېښه خواشینې څرګنده کړې او کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کړی.

سميع الله نصرت تر دې مخکې د خوست او زابل ولايتونو د زراعت د رئيس په توګه دندې ترسره کړي دي.

په وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پيښې زياتې شوي چې د دغه پېښو د ډېرېدو لوی لاملونه خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ډېر چټک مزل ښودل شوی دی.

د افغانستان ترانسپورټ وزارت د ترافیکو ملي ادارې د معلوماتو له مخې،  د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۹۲ ترافیکې پېښې شوې چې تر ۵۰۰ ډېر کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button