امرالله عمران
زولنې وشرنګیدې سپینږیري د یوال ته ډډه تازه کړه، دا یې د زندان نهم کال روان وو ، توره ږیره یې د زولنو په شورکې سپینه شوې وه.
اوس یې د زولنو سره ښه پخه انډیوالي وه، د ژوند ډیرې کیسې یې ورته کړې وې، د خپلې میړانې کارنامې به یې ورته بیانولې…
خو په مقابل کې زولنو په خپل شور کې داسې څه سپینږیري ته ورزده کړي و چې خلک یې په لیسو او پوهنتونونو کې نشي زده کولای، دا نایابه زدکړه بغیر له زولنو د بل چا سره نه پیداکیږي.
زولنو به سپینږیري ته د خپل شور داسې نغمه ور اوروله چې سپینږیري ته به یې روحي سکون، ډاډ او خوشحالي ورکوله چې ډیر شمن یې دپیسو او جیداد، عیش او نوش سره نشي تر لاسه کولی.
دې سکون پسې ټوله دنیا ګرځي او په نورو ځایونو کې یې لټوي، خو سپینږیري په دوه متره کوټه کې پیدا کړې وه.
زولنو په خپل شور کې سپیږیري ته د ازادۍ داسې درس ورزده کړی ؤ چې ازاد خلک یې تصور هم نشي کولای.
سپینږیري ته اوس له زندانه بهر ټول ازاد خلک بندیان ښکاریدل!


















